د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د روزنیز ورکشاپ څخه د ۳۴ تنه کارکوونکو فراغت

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۵:۵۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ۳۴ تنه کارکوونکي د اداري، مالي او تدارکاتي روزنیز ورکشاپ څخه چې د یاد وزارت د کلیو پراختیا انسټیټوټ له خوا د یوې میاشتې لپاره دایر شوی و، فارغ شول او نن د یوې غونډې په ترڅ کې خپل تصدیق نامې ترلاسه کړل.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د ودانیزو چارو معین مفتي سید احمد مستقیم، د مالي او اداري معین مولوي عبدالرحمن حلیم، د تدارکاتو رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د انسټیټوټ رئیس مولوي خیال محمد عاصم، د داخلي تفتیش رئیس مفتي محمد هاشم ذاکر او د وزارت کارکوونکو ګډون کړي وو.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د ودانیزو چارو معین مفتي سید احمد مستقیم د فارغ شویو کارکوونکو د تشویق او ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو لپاره لنډمهاله روزنیز پروګرامونه دایروي.

همدارنګه د انسټیټوټ رئیس مولوي خیال محمد عاصم غونډې ته وینا وکړه او وویل چې مونږ د څو میاشتو راهیسې په بیلابیلو برخو کې د وزارت کارکوونکو ته ورکشاپونه او سمینارونه دایر کړي چې ځینې يې پای ته رسیدلي او ځينې يې لاهم دوام لري.

دغه غونډه د تصدیق نامو په ویش او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري معین  مولوي عبدالرحمن حلیم د خیر په دوعا سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS