د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۱۰
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې چې د وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي هم ګډون درلود، د ګردیز قومي مشرانو او مخورو د یاد ولایت په کچه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پراختیايي پروژو له پلي کیدو څخه خوښي څرګنده کړه او د خپلې شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: موږ تل هڅه کوو چې د پکتیا ولایت په څېر لرو پرتو ولایتونو کې پراختیايي پروژې پلې کړو، د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړو او اسانتیاوې ورته برابرې کړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۶:۳۹
Background image

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي هم ګډون درلود، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۶:۳۳
Background image

په کندهار ولايت کې يو استنادي دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کندهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولايت د ارغستان ولسوالۍ په خوګياڼو کلي کې د څه باندې (۱،۳) میلیون افغانیو په لګښت د (۱۳۰) مترو په اوږدوالي د يوه استنادي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۴
Background image

په لوګر ولایت کې د (۱۱) کیلو متره اسفالټ سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب له خوا د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د څه باندې (۱۴۳) میلیون افغانیو په لګښت د (۱۱) کیلو مترو په. . .

BACK TO NEWS