د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۸:۹
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د څمکنیو ولسوالۍ قومي مشرانو خپلې شته ستونزې  محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې او وویل: په تېر وخت کې زموږ ولسوالۍ ته هیڅ پاملرنه ترسره شوې نه ده او زموږ ولس د استنادي دیوالونو او سړکونو نشتون سره لاس او ګریوان دي او په دې برخه کې ستاسو همکاري غواړو.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د څمکنیو ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: موږ د ولس په خدمت کې یو، ځکه چې ولس تل زموږ ملاتړ کړی او زه تاسو ته پوره ډاډ درکوم چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپل شته امکاناتو سره سم ستاسو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS