د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په فراه ولایت کې (١١) چیک ډیمونه جوړیږي
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په فراه ولایت کې د څه باندې (٣٤)میلیونه افغانیو په لګښت په(١١) ولسوالیو کې (١١) چیک ډیمونه جوړیږي، چې له جملې څخه يې د (٧) چیک ډیمونه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندازاده او مل پلاوي له لورې يې عملا چاري پیل شوې.
په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي،د ولایت مقام مرستیال الحاج عبدالکریم جهادیار، د هلمند ولايت د کليو دبيا رغونې او پراختيا رياست رئيس ملا محمود ثاني، د هرات ولايت د کليو دبيا رغونې او پراختيا رياست رئيس ملا عبدالسلام هجرت د فراه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رياست رئیس مفتي محمد نسیم سرهنګ، د سیمې علماء کرامو، سپین ږیرو مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د یادو چیکډیمونو د کار په جریان کې به د سیمې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شې او په جوړیدو سره به يې د نوموړو ولسوالیو د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.