د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په سرپل ولایت کې (٦) چیک ډیمونه جوړیږي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په سر پل ولایت کې د څه باندې (٣٧) میلیونه افغانیو په لګښت (٦) چیک ډیمونه جوړیږي.
نن د یاد وزارت د سرپرست الحاج ملا محمد یونس اخندازده او مل پلاوي له لوري د دغه ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د (۶) چیکډیمونو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې عملا پيل شوې.
په یاده پرانیست غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د سر پل ولايت والي حاجې عبدالرحمن اکا، د سانچارک ولسوال مولوي جنت الله کمالي، د یاد ولایت علما وو د شورا غړی مولوي سراج الدین ثاقب، د دغه ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس ملا محمد جمعه حقیار، د سیمې علماء کرامو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د یادو چیکډیمونو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شې او په بشپړیدو سره به يې د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.