د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په بلخ ولایت کې (۱۰) چیک ډیمونه جوړیږي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په بلخ ولایت کې د څه باندې (۴۰) میلیونه افغانیو په لګښت (۱۰) چیک ډیمونه جوړیږي.
نن د یاد وزارت د سرپرست الحاج ملا محمد یونس اخندازده او مل پلاوي له لوري د دغه ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د (۳) چیکډیمونو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې عملا پيل شوې.
په یاده پرانیست غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د بلخ ولايت مرستیال مولوی نورالهادي ابو ادریس، د البرس ولسوالۍ ولسوال مولوي سیف الله معتصم، د دغه ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس مولوي یار محمد شبیر، د سیمې علماء کرامو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د یادو چیکډیمونو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شې او په بشپړیدو سره به يې د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.