د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د بدخشان ولایت د جرم او یمنګان ولسوالیو له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۴:۳
1

د یادو ولسوالیو مشرانو د وزیر صاحب له راتګ څخه خوښي څرګنده کړه او ویې وویل چې له فتحې مخکې د پخواني رژیم په لړ کې له وزیرانو سره لیدل ډیر ستونزمن وو خو الحمدلله اوس د اسلامي امارت له راتګ وروسته دغه ستونزه هواره شوې او مونږ کولای شو د اسلامي امارت له مسوولینو سره په اسانه توګه لیدنه وکړو.

د یادې لیدنې په ترڅ کې د نوموړې ولسوالۍ اوسیدونکو خپلې ستونزې له وزیر صاحب سره شریکې کړې؛  وزیر صاحب د دوی ستونزې په غور سره واوریدې او ژمنه يې وکړه چې مونږ به د خپل شته توان او امکاناتو سره سم ستاسو ستونزو ته رسېدنه کوو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۸:۳۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال معرفي شو

ملا نثاراحمد نصرت چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو د مرستیال په توګه ټاکل شوی وو نن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزیر غور ولايت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده او مل پلاوي غور ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له رئیس او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۸:۳۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر له خوا په کندهار ولایت کې (۵۲۰۰) متره استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د (۷۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۵۲۰۰) مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې. . .

BACK TO NEWS