د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د ودانیزو چارو مرستیال د هرات ولایت په انجيل ولسوالۍ کې د اوبو رسولو دوو شبکو د کار له جريان څخه لیدنه وکړه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د ودانيزو چارو مرستیال محترم الحاج محمد ارسلاح خروټي او ورسره مل پلاوي هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد ولایت د انجیل ولسوالۍ په عیديآباد او نوسازي مهاجرآباد کلیو کې د (۱۲.۵) ميلیونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړيدو د کار له بهیر څخه ليدنه ترسره کړه.
په دغو شبکو کې د دوو څاګانو کیندل، د (۴۰ او ۲۰) متره مکعبه په ظرفیت د اوبو دوو ذخيرو جوړول، د (۳۵۱) شیردهنونو نښلول او د (۱۱۲۰۰) مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.
د دغو شبکو د کار په جريان کې لسګونه کاريګرو ته د کا زمينه برابره شوې او په بشپړيدو سره به يې د يادو کلیو سلګونه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.
