د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ په لوګر ولایت کې د خوراکي توکو ویش
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست او د کلیوالي سیمو د هوساینې او پراختیا لپاره د اقدام مؤسسې (AWDREO) په همکارۍ او همغږۍ د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ اړوند پر (۹۰۰) اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول. په دغه پړاو کې د نړیوال خوراکي پروګرام له مرستو څخه هرې کورنۍ سره ۵۰ کیلو اوړه، یوه بوشکه ۵ لیتره غوړي، ۶ کیلو دال او یو پاکټ مالګه مرسته وشوه.