د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ په بغلان ولایت کې د صحي کیټونو ویش
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ او د ADEO مؤسسې له خوا د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ۱۸ کلیو کې د ۷۵۰ اړمنو کورنیو لپاره ۷۵۰ روغتیا ساتنې کیټونه وویشل شول. د یادونې وړده ده چې دغه مؤسسه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ۱۸ کلیو کې د ۵ حلقو نوي څاګانو کیندل او ۲۵ نورې څاګانې ترمیم کوي.