د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ په بغلان ولایت کې د خوراکي توکو ویش

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۱۳:۳۸
کیلو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ او همغږۍ، د افغانستان د ټولنیزو پیاوړتیاوو (ASIO) مؤسسې له خوا د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مرستې د بغلان ولایت دوشي او دهنه غوري ولسوالیو کې پر 3252 اړمنو کورنیو وویشل شوې. په دغه پړاو کې هرې کورنۍ ته 50 کیلو ګرامه اوړه، 6,25 کیلو ګرامه دال، 4,55 کیلو ګرامه غوړي او ۰،۵ کیلو ګرامه مالګه وویشل شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۸:۳۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال معرفي شو

ملا نثاراحمد نصرت چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو د مرستیال په توګه ټاکل شوی وو نن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزیر غور ولايت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده او مل پلاوي غور ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له رئیس او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۸:۳۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر له خوا په کندهار ولایت کې (۵۲۰۰) متره استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د کندهار ولایت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د (۷۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۵۲۰۰) مترو په اوږدوالي استنادي دیوال د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې. . .

BACK TO NEWS