د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر په بدخشان کې د نږدې ۸۱۴ ميليونه افغانیو په ارزښت ۹ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارلې

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۴ - ۵:۵۵
بدخشان

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي بدخشان ته د خپل سفر په لړ کې د نږدې ۸۱۴ ميليونه افغانیو په ارزښت د ترانسپورټ په برخه کې ۹ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارلې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر په بدخشان کې په همدې تړاو جوړو شويو مراسمو ته وویل، چې په بدخشان کې ۹ سترې ترانسپورټي پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې، چې ۴۵ زره کسان به ترې کټه اخلي او د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې کوچني پامیر ته له ورغلي سړک څخه به ۶۰۰۰ کورنۍ ګټه اخلي. د دې پروژو په کاري بهیر کې ۴۰ زره کاري ورځې ایجاد شوې وې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، په دې ۹ پروژو کې د درایم په ولسوالۍ کې نږدې ۲۱ کیلومتره سړک او لس متره پل، په کیشم ولسوالۍ ۱۵ کیلومتره سړک، په فیض اباد کې ۶ کیلومتره اسفالټ سړک او ۲۱ متره پل، درایم ولسوالۍ کې ۱۴ کیلومتره سړک، په تشکان کې ۴۴ متره اوسپنیز پل او ۰،۲۵۰ کیلومتره سړک، کیشم کې ۱۴۰ متره پل، په واخان کې ۲۰ کیلومتره سړک او په واخان کې د ۳۹،۵ کيلومتره سړک جوړول شامل وو.
د ښاغلي کریمي په وینا یاد وزارت توانیدلی، چې په ۱۳۹۸ کال کې په بدخشان کې د څښاک اوبو چمتو کولو، ترانسپورټ، اوبه خور او ليټاکا پروګرام له لوري ۲۵ پروژې بشپړې کړي، چې ۶۴۰ ميليونه افغانۍ ارزښت لري او ۱۲۶ زره کاري ورځې یې ایجاد کړې وې او ۱۵۱ زره خلک ترې ګټه اخلي.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، د اوبو رسونې، اوبه خور، اقتصاد، ترانسپورت او انرژۍ په برخو کې د ۹۸۳ ميليونه ميليونه افغانیو په ارزښت د ۱۵۷ پروژو چارې روانې دي او د ۸۰۰ ميلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴۲ نورې پروژې پلان شوي، چې دوه سوه زره خلک به ترې ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د لیتاکا پروګرام چې د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سېمو کې کار کوي، د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې زېربنايي، اقتصادي او خرڅلاو مرکزونه لري، چې سل زره کسان یې په مستقیمه او غیر مستقیمه بڼه له پروژو څخه ګټه اخلي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS