د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د منګلو قوم له مشرانو او ځوانانو سره د دوی د ستونزو د ‏حل په موخه ولیدل

ulfat_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۶:۲۱
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر د منګلو قوم له مشرانو او ځوانانو سره د دوی د ستونزو د ‏حل په موخه ولیدل

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د منګلو د قوم عالي ‏کمېسیون له مشرانو او غړو سره په جنوب ختیځ زون کې د مېشتو ولسونو د ستونزو د حل ‏په موخه ولیدل.‏

د لیدنې په پیل کې قومي مشرانو د څښاک اوبو، د سړکونو او پلونو د جوړولو ستونزې ‏شریکې کړې.‏

همدارنګه یې قلندر، موسي خیلو، جانې خيلو، مېرزکې او لژې ولسوالیو ته د ولسي تړون ‏ملي پروګرام د غځولو او په کې د ملي دسترخوان ملي پرورګرام د ژر پیل غوښتنې وکړې.‏

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، ولسي تړون په لومړي پړاو کې د هېواد د ۳۴ ‏ولایتونو په ۱۲۳ ولسوالیو کې پلی کېږي، چې په دویم او درېم پړاو کې به ټول هېواد تر خپل ‏پوښښ لاندې راولي.‏

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، د ملي دسترخوان پروګرام له لارې د هېواد ‏څه باندې اووه لکه کورنیو ته مرستې ویشل شوي او دا پروګرام به د هېواد ۹۰ سلنه کورنۍ ‏تر خپل پوښښ لاندې راولي.‏

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS