د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام اجرایوي رییسې بلخ ولایت ته رسمي سفر وکړ

mrrd_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۴:۵۷
سفر رسمی رییس اجرایی برنامه‌ی ملی انکشاف اقتصاد روستایی به بلخ

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام اجرایوي رییسې لطیفه مجیدي او ورسره مله پلاوي په بلخ ولایت کې د سپماګروپونو د جوړېدو او د سپما ګروپونو غړیو ته د وړاندې کېدونکیو روزونو لیدنه وکړه.

کلیوالو د دوی په سیمه کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او په ورته برخه کې یې له اغلې مجیدي څخه غوښتنه وکړه چې د دوی د تولیداتو لپاره په ښاري کچه د اړیکو جوړولو لپاره لا هڅه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له ۴۰۰زرو زیات کلیوال چې ۸۰ سلنه یې مېرمنې دي تر پوښښ لاندې راوستي، چې په همدې روان کال کې یې ورسره له سل مېلیونو افغانیو ډېره بلاعوضه نقدي مرسته هم کړې‌ ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS