د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام ۳۰۰ تنه ګټه اخیستونکو ته په سپما ګروپونو کې د غړیتوب د ترلاسه کولو روزنه ورکړل شوه

mrrd_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۴ - ۹:۱۲
د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام ۳۰۰ تنه ګټه اخیستونکو ته په سپما ګروپونو کې د غړیتوب د ترلاسه کولو روزنه ورکړل شوه

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام سیمه ییزه کارکوونکو د بامیانو ولایت په یک‌و‌لنګ ولسوالۍکې د ۱۹ سپماګروپونو غړو ته، چې شمېر یې ۳۰۰ تنو ته رسېده، په ګروپ کې د «غړیتوب د زیاتیدو» په اړه دوه ورځنۍ روزنه ورکړه. په دغه روزنیز پرګرام کې د سپما ارزښت، له ګروپ څخه د پور اخیستنې او بېرته ورکړې او د یو کوچني کاروبار د پیل په اړه هم برخوالو ته معلومات وړاندې شول.

د یادونې وړ ده، چې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام په دې ولسوالۍکې د خپلو فعالیتونو د پیل راهیسې تر اوسه ۶۳۵ سپماګروپونه، د پور او سپما ۴۲ کلیوالي اتحادیې او ۲۳ تولیدي ګروپونه جوړ کړي، چې له دې لارې یې د یک‌و‌لنګ ولسوالۍ ۷۵۰۰ تنه اوسېدونکي د پروګرام تر پوښښ لاندې راوستي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS