د کلیوالي اقتصاد د ملي پروګرام د پروژو د مقدماتي سروې ښوونیز ورکشاپ پیل شو

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۱:۲۰
د کلیوالي اقتصاد د ملي پروګرام د پروژو د مقدماتي سروې ښوونیز ورکشاپ پیل شو

(( د کلیوالي اقتصاد د پرمختیا د ملي پروګرام- WEER-DP مقدماتي سروې(( ورکشاپ د افغانستان د کلیو د پرمختیا د انسټيټيوټ له لوري د یاد انسټيټیوټ د اجرايي رییس توریالي طنین په حضورکې د ۴۰ تنو سروې کوونکو لپاره جوړ شو.

د ښاغلي طنین په وینا دا سروې د تګلارو بنسټ جوړوي او سروې کوونکي باید د شمیرو راټولولو او د هغو د تطبیق پر مهال له پوره دقته کار واخلي.

باید ووایو چې یاده سروې د پروژو د تطبیق په موخه د کورنیو او د کلیوالي پرمختیايي شوراګانو په کچه د کورنیو د سپما، د پور د ورکړې د سیستم، د کورنیو د اقتصادي فعالیتونو، اقتصادي پریکړو او د کلیو د شوراګانو د حالت د ارزولو په موخه د بدخشان، تخار، بامیان، پروان او خوست ولایتونو په ۵ ولسوالیو کې تر سره کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS