د کليو بیارغونې او پراختیا وزرات ټولو ولایتي رئیسانو ته درې ورځنی ورکشاپ نن پیل شو
د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې د ټولو ۳۴ ولایتي رئیسانو او د ولسي تړون ملي پروګرام ولایتي مسوولینو ته درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي یې د پرانېستې په خبرو کې وویل" له ټولو ولایتي رئيسانو او د ولایتي ریاستونو له ټولو کارکووونکو مننه کوم، چې د وزارت د تېر مالي کال پلانونه یې ښه پلي کړل او هېوادوالو ته یې د څښاک اوبو، ترانسپورت، برېښنا، کرنیزو ځمکود اوبه کولو او کاري فرصتونو د ایجاد په برخه کې د ژوند ښه کولو ښې اسانتیاوې برابرې کړې، همدا اوس وزارت ستاسې په زیار په ټول هېواد کې څه کم ۹ زره پرمختیایي پروژې لري"
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین محمد عیسی قدرت په خپلو خبرو کې وویل، چې په دې ورکشاپ کې د تېر کال د فعالیتونو ارزونه کیږي او د راتلونکې کال د وزارت په پلانونو کې به د هېوادوالو د ستونزو د ښه انعکاس په موخه د ټولو ولایتي رئیسانو نظرونه، غوښتنې او سپارښتنې وپوښتل شي. د یادونې وړ ده، چې په دې درې ورځني کنفرانس کې د ولایتونو په لاسته راوړنو، د ولایتي رئیسانوپه نظرونو او غوښتنو بحثونه کیږي او د دوی سپارښتنې به تر ډیره د وزارت د ۱۳۹۹ کال په عمومي پلان کې شاملې شي.
