د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت به د چاپیرل ساتنې په برخه کې  د ۶۰ ميليونه ډالرو په ارزښت دوې سترې پروژې پلي کړي

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۵:۴۰
ملاقات

د کليو بیارغو نې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د خپل  کار په دفتر کې د چاپیرل ساتنې د خپلواکې ادارې له مشر زمان میوندي او  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادراې (UNDP)  له مرستیال سره د پرمختیایي پروژو د پلي کېده  او  د چاپیرل ساتنې په اړه ولیدل.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر د چاپیرل ساتنې او  د اقلمیي بدلون په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې د یادو ادارو له استازو د همکاریو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې  وزارت د چاپیرل ساتنې په برخه کې دوې سترې پروژې د چاپیرل ساتنې د خپلواکې ادارې او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام په مرسته پيلوي، له دې دوو پروژه یوه یې د اقلیمي بدلون سمون نومیږي او لس میلیونه ډالره بودیجه لري، ، چې لګښت یې د را راون کال د جنورۍ په میاشت کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ته سپارل کېږي او دویمه پروژه یې د اقلیم شین صندوق په نوم یادیږي، چې ۵۰ ميليونه ډالر بودیجه  به ولري د وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو  د همغږي پروګرام په چوکاټ کې  به د دوو نورو یادو شریکانو  سره په ګډه پلي شي، د یادونې وړ ده، چې د دې دواړو پروژو د پروپوزل جوړولو  بهیر روان دی.
د چاپیرل ساتنې د خپلواکې ادارې مشر د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت  سره د دوو اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، د اقلیم شین صندوق پروګرام ښې مالي سرچېنې لري، چې  له دې سرچېنو به  د هېواد د ابادۍ او چاپیرل ساتنې په برخه کې  ښه ګټه واخېستل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS