د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۶۰ متره پل جوړ شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کیلوالي لار جوړونې د ملي پروګرام له لوري د سروبی ولسوالۍ د دوپې پل ګټې اخیستنې وسپارل شودغه پل د 60 مترو په اوږدوالي د څه باندې ۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شو دا پل شپاړس کلي (حسین خیل دوپې، لکن خیل دوپې،جان غونډۍ، دره حصارعلیا، دره حصار سفلی،سلام یان، غونډۍ کلی، حسین خیل، کنج کلی، ملایان، بابکرخیل، کوتگی، انځری، جگدلک، ا وسروبی) نښلولي دي او د یادو ولسوالیو د اوسیدونکو تګ راتګ یې اسانه کړی دی همدا راز د ناروغانو په لیږد او مارکیټونو ته د کرنیزو توکیو د لیږد لپاره یې ټرانسپورټي اسانتیاوې رامنځته کړې دي، په ټوله کې به ۸۵۰۰ وګړي له دې پله ګټه پورته کوي.
د کابل ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس انجینیر اول خان احمدزي وویل چې اوسمهال په سروبي ولسوالۍ کې د ۳۵ پرمختیايي پروژو کارونه روان دي چې استنادي دیوالونه او د اوبه خور کانالونه په کې شامل دي.
