د پکتیا په  لجه منګل ولسوالۍ کې د  ۲۵ ميليونه افغانیو  په ارزښت د څلور کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۴ - ۸:۹
پکتیا

 د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د پکتیا ولایت په لجه منګل ولسوالۍ کې د حرم کلي د نوي جوړېدونکي سړک چارې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي  له لوري پیل شوې.
دغه سړک د څلور کېلومتره په اوږدوالي او پنځه متره پلنوالي سره د ګردېز – پټان له سړک څخه نیولې تر حرم کلي پورې په خامه ډول  جوړیږي چې په مسیر کې به یې د غرونو کټېنګ (پرې کولو) همواره کاري، پلچکونو او استنادي دېوالونو په پاخه ډول د جوړولو چارې هم  ترسره شي.
د کلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس فضل هادي عاصم په وینا دغه سړک د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي سړکونو  د جوړولو ملي پروګرام له لوري د پنځه ویشت ملیونه افغانیو په لګښت د حرم کلي د دوو پرمختیایي شوراګانو په لاس جوړیږي چې په اته میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS