د هیواد په څلورو ولایتونو کې ۱۴ بابه ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mrrd_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۱۱:۶
تکمیل کار ساخت ۱۴ باب مکتب در ولایات زابل، میدان وردگ، لوگر و فاریاب

د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د ولسي تړون ملي پرګرام د اقرا برنامې تر سیوري لاندې د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې، د لوګر ولایت په محمد اغا ولسوالۍ کې، د فاریاب ولایت په پښتون کوټ ولسوالۍ او د زابل ولایت په شهر صفا او شاجوی ولسوالیو کې ۱۴ بابه ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. همداراز د نورستان ولایت په دو اب ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د جوړولو چارې رواني دي، چې کابو ۱۰، ۸، ۶، ۴، ټولګي، تشنابونه او د څښاک د پاکو اوبو څاه لري.

ددغې پروژې په تطبیق سره به تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته په زرګونه کاري ورځې رامنځته شي او ۲۲۰ زده کوونکو ته به د ښوونې او روزنې یو وړ چاپیریال رامنځته شي. روغول شويو ښوونځيو د ۵۰۰۰ زرو څخه زیاتو زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې یو وړ او مناسب چاپیریال رامنځته کړی دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS