د ننګرهار په بټي‌کوټ او سرخ رود ولسواليو کې  څه باندې ۵۵۰ کورنيو لپاره د څښلو اوبه برابرې شوې

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۹:۴۶
ننگرهار

د کليو د بيارغونې او پرمختيا وزارت په کليوالي سيمو کې  د اوبو رسولو د ملي پروګرام له لوري د څه باندې شپږ ميليونه افغانيو په ارزښت  د ننګرها ولايت د بټي‌کوټ ولسوالۍ په «هيبت‌خېلو» او د سُرخ رود ولسوالۍ په «سليم آباد» کليو کې د اوبو رسولو دوې لمريزې شبکې جوړې او د خلکو ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د يادو دوو شبکو د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۲،۱۰۰ کاري ورځې ايجاد کړې او په بشپړېدو سره يې، څه باندې ۵۵۰کورنۍ د څښلو د پاکو اوبو له نعمت نه برخمنې شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS