د ننګرهار د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري  د ۱۰ کیلومتره  سرک د حفظ او مراقبت چارې پیل شوې

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۸ - ۱۴:۵۳
ننگرهار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو ملی پروګرام  (NRAP) له لوري دڅلور نیم میلونه افغانیو په لګښت  د ننګرهار ولایت په غني خیلو ولسوالۍ کې د ۱۰ کیلو مترو په اوږدوالي سره د یوه سرک د حفظ او مراقبت چارې پیل شوې .
د ننګرهار د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وویل دغه سرک د غني خیلو ولسوالۍ له ګولايي  سیمې څخه پيل او سیاه چوب پورې لس کیلومتره اوږدوالی لري چې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت  د کلیوالي لارو جوړولو ملي پروګرام  له لوري به یې د راتلونکو درې میاشتو په ترڅ کې د ترمیم ، حفظ او مراقبت چارې ترسره شي . چی په سیمه کی به بې روزګاره کسانو ته  په سلګونو کارې ورځې هم رامنځ ته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بغلان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بغلان ولایت له والي مولوي عبدالله مختار سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د بغلان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS