د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې به له زره کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشي
د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت، د خوراک نړیوال پروګرام(WFP) او د (PRDPO) انجو له لوري به د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې له زرو بیوزله کورنیو سره چې د یوې سروې په پایله کې په نښه شوې وې، د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د لغمان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس انجنیر امان الله میاخیل په خبره په دې مرستو کې وړه، غوړي، دال، مالګه او نور خوراکي توکي شامل دي.
