د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې او د یونیسف ادارې په مالي مرسته د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ په غال جاتو کلي کې د (3,071.418) افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې پروژې د کار په جریان کې د سیمې اوسیدونکو لپاره (۲۸۴۴) کاری ورځې رامنځته شوې وې چې په بشپړیدو سره يې (۱۵۰) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ. د نوموړي کلي اوسیدونکي پخوا د څښاک پاکو اوبو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ وو چې د دې پروژې په پلې کیدو سره یې ستونزې لرې شوې.
