د سمنګان ولایت په دره صوف پائین ولسوالۍ کې د صحي بستو ویش

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې دفتر(SCA) د سمنګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د دره صوف پائین ولسوالۍ اړوند د پنځو کلیو ( تنګي یعقوب بالا، زیخوشي، چونقار، بابه علي او اولجه قدوق) د پراختیايي شوراګانو په کچه د روغتیايي پیغامونو او صحي بستو ویش پیل کړ. ټاکل شوې، په درې ورځو کې په تولیز ډول د پروګرام شاملو (۹۹۶) کسانو ته (۹۹۶) صحي بستې وویشل شي. چې د لاس مینځلو صابون، ځان پاک، شامپو، د غاښونو برس، د غاښونو کریم، أئینه او شانه شامل دي.