د خوست او بلخ ولایت اوسېدونکو ته په ګروپونو کې د غړیتوب په اړه د لومړنیو روزنو پېل

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲ - ۹:۴۵
د خوست او بلخ ولایت اوسېدونکو ته په ګروپونو کې د غړیتوب په اړه د لومړنیو روزنو پېل

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د ۸۴ نویو جوړ شویو سپماګروپونو ۸۰۹ غړو ته د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ او د خوست ولایت په اسماعیل خېل مندوزي ولسوالۍ کې له سپماګروپونو سره د غړیتوب لومړنۍ روزنې ورکړل شوې.

د کلیوالي اقتصاد د‌ پیاوړتیا ملي پروګرام د موخو په اړه وضاحت، د سپماګټې او په سپماګروپ کې د غړیتوب ترلاسه کولو پروسه هغه موضوعات وو، چې په دې روزنو کې د پروګرام ګټه اخیستونکو ته وړاندې شول.

سربېره پر دې، د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د مرکزي دفتر د کارکوونکو د سپماګروپونو، د پور او سپما له کلیوالي اتحادیو لیدنه وکړه او هغوی ته یې له یادو بنسټونو څخه په اغیزمنه توګه د ګټې اخیستنې په اړه سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS