د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ له واینګل کلي څخه تر اولیا بالا کلي پورې د آبرو ساختمانونو په شمول د (۲،۰۸۹) کیلومتره سړک د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W-438 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د D-28082 101968 نمبر جواز لرونکی د عبدالله الماس (JV) ودانیز او سړک جوړولو شرکت ته په ټولیز ډول ۱۹،۸۸۹،۳۹۰.۷ ( نولس میلیون اته سوه نهه اتیا زره درې سوه نوي اعشاریه اوه افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
