داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

noor_admin
1

د خپریدو نېټه

د پای نېټه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو محترمو شرکتونو ته بلنه ورکوي څو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اداري ریاست د (186) تنه کارګرانو، موټر چلونکو او میخانیکانو لپاره د ژمني جامو چمتو کولو (تهیه او تدارک) پروژې د داوطلبۍ پړاو کې چې MRRD-19/ADD-15/MOF/G/NCB/KBL/1403 کوډ نمبر لرونکې ده ګډون وکړي، د شرطنامې یو نقل دې د فلش ډیسک له لارې د 1403 کال لړم (عقرب) میاشتې له 22 نیټې څخه د 1403 کال لیندۍ (قوس) میاشتې تر 13 نیټې پورې لاسته راوړي او خپل آفرونه د تړون د درج شویو شرایطو سره سم په تړلي ډول د آفر سپارلو سره سم د 1403 کال قوس (لیندۍ) 13 نیټې سه شنبې ورځ د سهار په 10:00 بجو کابل ولایت، شپږمه ناحیه، دارالامان نیله باغ سړک، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، دریم پوړ، تدارکاتو ریاست، د اجناسو تدارکاتو عمومي مدیریت ته وړاندې کړي. ناوخته رسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین 18000 (اتلس زره افغانۍ) د بانکي تضمین په بڼه دی.

نورې داوطلبی

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۱۲
Background image

خبرتیا

د ننګرهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په پام کي لري چې خپل (۱۳) عرادې وسایط په ۱۴۰۴/۱۱/۶ نېټه د دوشنبې په ورځ د لیلام پروسې له لارې خرڅلاو ته وړاندي کړي.

شرکتونه او اشخاص . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۲:۴۸
Background image

خبرتیا

ټاکل شوی چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ۳۰/۱۰/۱۴۰۴  نیټه سه شنبې ورځ په بلخ ولایت کې د خپل (۲۷) عراده وسایط د لیلام له لارې وپلوري.

هغه شرکتونه او کسان چې لیوالتیا لري کولای . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۱۴
Background image

خبرتیا

ټاکل شوی چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ١٤٠٤/١٠/٢٨ نیټه یکشنبې ورځ په کندز ولایت کې د خپل (۲۸) عراده وسایط د لیلام له لارې وپلوري.

هغه شرکتونه او کسان چې لیوالتیا لري کولای شي . . .

Back to tenders