داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا (اعلان)

noor_admin
1

د خپریدو نېټه

د پای نېټه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست ټولو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د وزارت د داخلي سړکونو ( د فوارې شاوخوا، د میلمستون ودانۍ مخامخ، د اداري ریاست مخامخ، تر ورکشاپ پورې د احصائیې ودانۍ مخامخ او د وزارت متفرقه برخې، پلان معینیت، د پایدار انرژۍ ریاست او د اوبو رسولو ریاست ته څيرمه سړکونو) د بیارغونې او کانکریټ کولو چې 14/MOF/NCB/KBL/1403 MRRD-16//ADD کوډ نمبر لري د داوطلبۍ په بهیر کې ګډون وکړي.

د شرطنامې یو نقل دې د فلش ډیسک له لارې د 1403 کال وږي (سنبلې) میاشتې له 26 نیټې څخه د 1403 کال تلې (میزان) میاشتې تر 16 نیټې پورې لاسته راوړي او خپل آفرونه د تړون د درج شویو شرایطو سره سم په تړلي ډول د آفر سپارلو سره سم د 1403 کال تلې (میزان) 16 نیټې دوشنبې ورځ د سهار په 10:00 بجو کابل ولایت، شپږمه ناحیه، دارالامان نیله باغ سړک، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، دریم پوړ، تدارکاتو ریاست، د ودانۍ تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.

یادونه 1 : ناوخته رسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

یادونه 2 : د آفر تضمین (170000 یو سل او اویا زره افغانۍ) د بانکي تضمین په بڼه دی.

 

نورې داوطلبی

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۱۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایط وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ په ځنګلي کلي کې د (۲۲) مترو په اوږدوالي د ګاډري ډول . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۹
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایط وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ مرکز کې د (۱۳۰) مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال د جوړولو . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایط وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په مستان قلعه کلي کې  د (۲۲) مترو په اوږدوالي د ګاډري اوسپني . . .

Back to tenders