خوست ولایت کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د محافظوي دیوال پروژه بشپړه شوه
په خوست ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د محافظوي دیوال پروژه چې څه باندې ۴ میلیون افغانۍ ارزښت لري بشپړه شوه.
د دغې پروژې په ترڅ کې د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالي په سټواڼ کلي کې د ۱۸۳ مترو په اوږدوالي محافظوي دیوال جوړ شو.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۲۹۳۸ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ګڼ شمیر اوسیدونکي لدغې پروژې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې به د سیمې ګڼ شمیر کورونه او کرنیزه ځمکه لدې ورورسته د سیلاب له زیان څخه خوندي شي.
