خوست ولایت کې د ۱۰۰۰ ماسکونو ویش او د کرونا وایروس په اړه عامه پوهاوی ترسره شو

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۸ - ۱۶:۳۲
خوست

د خوست ولایت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام کارکوونکو د دې ولایت په اسمعیل خېلو، مندوزیو ولسوالیو او مرکز کې د سپما ۸۶ ګروپونو او د پور او سپما ۳۰کلیوالي اتحادیو، ټولو ۱۰۰۰ غړو ته د بېلا بېلو غونډو په ترڅ کې د کرونا وایروس په اړه عامه پوهاوی او همداراز د هغو وطني تولید شویو ماسکونو ویش ترسره کړ، چې دACTED موسسې له‌خوا په وړیا ډول د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام سویل ختیځ زون خوست دفتر سره یې مرسته شوې وه.

د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام کارکوونکي د روغتیا وزارت د لارښوونو په اډانه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د لارښوونو سره سم په منظم ډول د کرونا وایروس په اړه عامه پوهاوی ترسره کوي، چې دغه چاره د کرونا وایروس د لا خپرېدو د مخنیوي په برخه کې ګټوره تمامه شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS