تیره اونۍ په ۸ ولایتونو کې د ۱۵ ښوونځیو جوړولو کار پیل شو

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۴ - ۹:۲۷
مکتبها

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام د اقرا پروژې تر سیوري لاندې په ۸ ولایتونو کابل، بلخ، کندهار، هرات، فاریاب، هلمند، بادغیس او ننګرهار کې د ۱۵ ښوونځيو جوړولوکار پیل شو. دا ښوونځي د کابل ولایت په استالف او شکر دره، د کندهارولایت په سپین بولدک او میوند، د ننګرهار ولایت  په خوګیاڼیو او چپرهار، د هلمند په ګرشک، د بلخ ولایت په بلخ، د فاریاب په خان چراغ  او قرغان د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګازرګاه  او د باغیس په مقرولسوالیو کې جوړیږي. یاد ښوونځي به ۶، ۸ یا ۱۲ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې ولري. د دې پروژو په پیل سره سلګونه کاري ورځې رامنځ ته شوي او په بشپړتیا سره به یې د نږدې ۳ زره کورنیو زده کونکو ته د ښوونې او روزنې وړ چاپیریال رامنځ ته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۳:۵۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر له نړیوالو علماوو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر، الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، په خپل کاري دفتر کې د ترکیې، کینیا، بورکینا فاسو، نایجیریا، موریتانیا او صربیا هېوادونو له علماوو سره وکتل. . .

BACK TO NEWS