د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ په نواباد پایمنار کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال محترم مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د دانیدا دفتر په مالي مرسته او د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د (8791517) افغانیو په لګښت پلې او بشپړه شوه.
په یاده شبکه کې د (9050) مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ( 150) متر په عمق سره د یوې ژورې څاه کیندل، د ( 40 ) متر مکعب په وړتیا سره د اوبو د یوې ذخیرې جوړول، د ( 24 ) سولر تختو او (170) عدد شیردهنونو نښلول شامل دي چې په بشپړیدو سره يې د نوموړو کلیو (300) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
د یادې شبکې په پرانیست غونډه کې د کابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي محمد یونس حنفي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند ملا نورالهادي عادل، د ده سبز ولسوال، د تمویل او پلې کوونکو مؤسسو مسؤولینو، د ده سبز ولسوالۍ مخورو او اوسیدونکو ګډون کړي وو.