په زابل ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د زابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د خاک افغان ولسوالۍ په ملا وصیل کلي کې د څه باندې (۴،۷) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په یاده شبکه کې د (۱۰۰) مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د (۲۰) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د (۶۲۶۰) مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د (۷۳) شیردهنونو او (۱۰) سولر تختو نښلول شامل دي.
د دې شبکې د کار په بهیر کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د نوموړي کلي سلګونه کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
