د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس الحاج ملا محمود ثاني سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د هلمند ولایت والي په یاد ولایت کې د پراختیايي پروژو په اړه وزیر صاحب ته معلومات ورکړل او یو شمیر ستونزې يې شریکې کړې.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د هلمند ولایت والي او رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د کډوالو ښارګوټي کې او هغو کوچیانو ته چې په غرونه او دښتو کې ژوند کوي، د پاکو اوبو رسولو په برخه کې یو منظم سیسټم رامنځته شي.
همداراز محترم وزیر صاحب زیاته کړه چې د هېواد لرې پرتې سیمې ډیر کار ته اړتیا لري او موږ باید کوښښ وکړو ترڅو خپل ولس ته اسانتیاوې برابرې کړو.
