په کابل ولایت کې د اوبو رسولو یوه سولري شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۷:۲۰
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (NCA) دفتر په مالي مرسته د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ په جویبار کلي کې د څه باندې (۴) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې سولري شبکې چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده غونډه کې د وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، د کابل ولایت د والي رئیس دفتر حاجي خلیل، د کابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا محمد یونس حنفي، د تمویلوونکو ادارو سره د اړیکو د څانګي مسؤل ملا نورالهادي عادل، یو شمیر نورو مسؤولینو، د نوموړې ولسوالۍ سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده شبکه کې د (۴۰) متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو د دوو ذخیرو جوړول، د (۶۲۴۳) مترو په اوږدوالي د پایپ غځول، د (۱۷۰) شیردهنونو او (۳۲) سولر تختو نښلول شامل دي.

د دې شبکې د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د نوموړي کلي (۳۰۵) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۸:۴۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او ڀراختیا وزارت له لوري په هرات ولایت کې د اوبو یو کوچنی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هرات ولایت د زاول ولسوالۍ په آبگرمک کلي کې د څه باندې (۵،۴) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۷:۲۰
Background image

په کابل ولایت کې د اوبو رسولو یوه سولري شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري او د (NCA) دفتر په مالي مرسته د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ په جویبار کلي کې د څه باندې (۴) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې سولري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۴:۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په هرات ولایت کې د اوبو رسولو یوه سولري شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري، د وزارت او یونیسف دفتر په مالي مرسته د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په کمانه کلي کې د څه باندې (۳۲) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې. . .

BACK TO NEWS