د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په هرات ولایت کې د اوبو رسولو یوه سولري شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۴:۱
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري، د وزارت او یونیسف دفتر په مالي مرسته د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په کمانه کلي کې د څه باندې (۳۲) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې سولري شبکې چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، د هرات ولایت والي نوراحمد اسلام جار، مل پلاوي، د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي عبدالسلام هجرت، یو شمیر نورو مسئولینو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده شبکه کې د (۹۲) سولر تختو نښلول، د (۱۲۸ او ۲۰) متر مکعب په وړتیاوو د پاکو اوبو د دوو ذخیرو جوړول، د (۲۷۰) شیردهنونو نښلول او د (۳۲) کیلو مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.

د دې شبکې د کار په جریان کې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د نوموړي کلي (۱۱۲۶) کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS