د کلیو د بیارغوني او پراختیا سرپرست وزیر د کندهار له والي سره وکتل

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۲۰:۲۲
1

د چهارشنبې په ورځ سهار ولایت مقام کښي د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزیر الحاج ملامحمدیونس آخندزاده د کندهار له والي حاجي محمدیوسف وفا صاحب سره وکتل، چي پرمهال ئې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اړوند د تدارکاتو رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم او حاجي قاري عبدالسلام عمري هم حضور درلود.

د لیدني په پيل کښي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر الحاج ملامحمدیونس آخندزاده وویل، د کندهار په دوو ولسوالیو ډنډ او دامان کي ئې تازه ۱۱ کانالونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل او همدا راز ئې په ارغنداب ولسوالۍ کې د دریو ویالو پر جوړولو کار پيل کړي، چي اوس خورا په چټکۍ سره دوام لري، چي په خبره ئې، عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ‌صاحب حفظه‌الله ته ئې وړاندیزونه کړي، ترڅو ډېر ژر په نورو ولسوالیو کي هم د بیارغونې او پراختیا وزارت تر چتر لاندې کارونه پيل کړي.

د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر الحاج ملامحمدیونس آخندزاده او د یاد وزارت د تدارکاتو رئیس مولوي فضل‌الرحمن عاصم ته ښه راغلاست ووایه او مننه ئې تري وکړه، چي د کندهار په ډنډ، دامان او ارغنداب ولسوالیو کښې ئې بېلابیلې پروژې تطبیق کړي او په خپلو خبرو کښې ئې لومړی د کندهار بېلابیلي لیري پرتې ولسوالۍ او سیمي ورته په ګوته کړې، چي باید د پراختیا او بیارغوني په برخه کي پروژې پکښي تطبیق شې او غوښتنه ئې وکړه، ترڅو د کلیو د بیازغونې او پراختیا وزارت  په یادو ولسوالیو او سیمو کښې د پراختیا او بیارغوني په برخه کښې خپله پاملرنه ډېره کړي.

کندهار والي د خپلو خبرو په وروستیو کي د کندهار په ټولو ولسوالیو کښې د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت د ټولو پروژو د تطبیق او چارو د ښه پرمختګ په برخه کښې د هر راز همکاریو ډاډ ور کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په پروان ولایت کې (۱۸۳) بیلابیلې پراختیايي پروژوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۷۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۸۳) پراختیايي پروژې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

بلنلیک

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.

محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه. . .

BACK TO NEWS