اسيايي پرمختيايي بانک د کليو د بيا رغونې او پرمختيا وزارت سره د انکشافي پروژو د تطبيق په برخه کې د خپلو مرستو د دوام ژمنه يو ځل بيا تازه کړله.

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۴ - ۱۳:۷
ملاقات

دغه ژمنه د مرکزي او لويديځې آسيا په برخه کې د دغه بانک لوي رييس باورنرليپاچ د افغانستان لپاره د دغه بانک د نوي ګومارل شوي رييس نندرا سنګرو د معرفي په مراسمو کې وکړله. د آسيايي پرمختيايي بانک رييس باورنرليپاچ د پرمختيايي پروژو د تطبيق د څرنګوالي په اړه د مالوماتو د وړاندې کولو تر څنګ پر خپل وخت د انکشافي پروژو د تطبيق په برخه کې د کليو د بيا رغونې او پرمختيا وزارت هڅې وستايلې. د کليو د بيا رغونې او پرمختيا وزير پوهندوي مجيب الرحمن " کريمي " له دغه وزارت سره د اسيايي پرمختيايي بانک شوې مرستې ګټورې وبللې او پدې توګه يې د دغو مرستو د دوام هيله څرګنده کړه. د يادونې وړ ده چې آسيايي پرمختيايي بانک د زراعتي محصولاتو د پياوړي کيدو پر مټ د کليوال اقتصاد د پياوړي کيدو په هدف د سيمه ييز پروګرام له لارې د کليو د بيا رغونې او پرمختيا له وزارت سره د اوبو لګولو د کليوالو پروژو د تمويل په برخه کې لسګونه ميليون ډالر له پخوا مرسته کړې او د دغو مرستو د دوام په بهير کې به دغه بانک د ارغنداب پروژې د تمويل تر څنګ په ډيرو نورو ولايتونو کې هم د اوبو لګولو کليوالې پروژې تمويل کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۶
Background image

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال مولوي شرف ‌الدین مسلم د یوه پلاوي په ملتیا بدخشان ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د واخان ولسوالۍ د سړک د رغنیزو چارو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .

BACK TO NEWS