په غزني ولایت کې د یوه اوسپنیز کانکریټي پُل د جوړولو چارې پيل شوې

noor_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۴:۴۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي له خوا د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په دالانو کلي کې د شاوخوا (۲۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۸۰) مترو په اوږدوالي د یوه اوسپنیز کانکریټي پُل د جوړولو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې پيل شوې.

په دې پرانیست غوڼډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلی الحاج محمد ارسلاح خروټي، د یاد وزارت د کلیوالي سړک جوړولو رئیس الحاج مولوي محمد قاسم امیني، د ولایت مقام خاص استازی الحاج شیخ الحدیث مولوي موسی جان ابراهیم، د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس الحاج مولوي حضرت یوسف صهیب، د اقتصاد رئیس ملا مولا داد حسن، د آب بند ولسوالۍ ولسوال ملا عبدالله منتقیم، د یادې ولسوالۍ یو شمیر علماوو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د کلیو ودانیزو چارو مرستیال د یادې پروژې د اهمیت په اړه ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: په تېرو څو کلونو کې غزني ولایت کې ډيرې کمې پراختیایي پروژې پلي شوي، په راتلونکي کال کې به غزني ولایت ته ځانګړې پاملرنه وشي.

د یاد پُل د کار په بهیر کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به يې د نوموړي کلي د اوسیدونکو ترانسپورتي او تګ راتګ ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۴:۴۲
Background image

په غزني ولایت کې د یوه اوسپنیز کانکریټي پُل د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي او مل پلاوي له خوا د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په دالانو کلي کې د شاوخوا (۲۳) میلیونه افغانیو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۶:۴۷
Background image

په فاریاب ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د فاریاب ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست انجنیري او تخنیکي ټیم د دغه ولایت د قرمقول ولسوالۍ په حلیم مخدوم کلي کې د اوبو رسولو یوې شبکې د کار له بهیر څخه چې د (۱۴۷) زره امریکایي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۶:۵۵
Background image

په زابل ولایت کې د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د زابل ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د خاک افغان ولسوالۍ په ملا وصیل کلي کې د څه باندې (۴،۷) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې. . .

BACK TO NEWS