د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د پغمان ولسوالۍ قومي مشرانو د خپلې شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې او په یاده ولسوالۍ کې د اوبو رسولو شبکو د پلې کولو غوښتنه وکړه.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د ولس حق دی ترڅو موږ ورته په هره برخه کې خدمات وړاندې کړو او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت به د خپل شته امکاناتو سره سم د یادې ولسوالۍ د ولسونو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
