د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب د ترکیې هېواد د (SEPA) شرکت له رئیس سره وکتل
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد د (SEPA) شرکت له رئیس مهمت بالچي سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې، محترم وزیر صاحب ښاغلي مهمت بالچي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغه شرکت له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل: زمونږ ځوریدلی ولس ډیر کار ته اړتیا لري، دا چې تاسې زموږ هېواد کې د بیارغونې او آبادۍ په برخه کې کار کوئ، مونږ به تاسو سره په هغو پروژو کې چې زمونږ وزارت پورې تړاو لري، همکاري وکړو.
ورپسې د (SEPA) شرکت رئیس ښاغلي مهمت بالچي د یاد شرکت د پروژو او فعالیتونو په اړه محترم وزیر صاحب ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل، خوښ یو چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سره په همغږۍ د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سترو پروژو د پلې کولو په برخه کې ونډه اخیستې، په راتلونکي کې هوډ لرو څو د پراختیايي پروژو د پلې کولو په برخه کې پانګه اچونه وکړو او په یاده برخه کې ستاسو همکاري ته اړتیا لرو.
د لیدنې په پای کې، دواړو لورو د لا ښې همغږۍ، د همکاریو د پراختیا او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
