د وزارت د معینانو ژوندلیک

د وزارت د پروګرامونو معین ‏ژوند لیک

Popal habibi

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین ‏پوپل حبیبي په۱۹۷۷ زیږدیز کال کې په ننګرهار ولایت کې دې ‏نړۍ ته سترګې غړولې دي او خپلې لومړنۍ زده کړې يې ‏هم په یاد ولایت کې بشپړې کړې دي.‏

ښاغلی حبیبي د هېواد د رغښت او هېوادوالو د سوکالۍ ‏لپاره د حکومتي او نړیوالو ادارو سره د هېواد دننه او بهر د کار کولو د ۱۵ کلونو څخه ډيره مسلکي او ‏تخنیکي مخینه لري.‏

پوپل حبیبي د امریکا له معتبر پوهنتون (‏Future ‎Generation ‎‏) ‏‎ ‎‏ څخه د ټولنې د پرمختیا په برخه کې ‏ماسټري اخېستې، بله ماسټري یې د پاکستان (‏Preston ‎University‏) څخه د عمومي ادارې او تجارت په برخه ‏کې اخېستې ده او د ننګرهار له پوهنتون څخه د معالجوي ‏طب په برخه کې سند لري.‏

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو له ‏معیینت وړاندې یې د افغانستان د سولې د مذاکراتي ټيم سره ‏د تخنیکي مشاور، د سولې د هوکړه لیک د ګډ کمیسیون ‏اجرائوي رئیس او د سولې په عالي شورا کې د عملیاتي ‏رئيس او د همدې شورا د اجرائوي دارالانشا د سرپرست ‏په توګه دندې ترسره کړې دي.‏

همدارنګه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو ‏معین له بېلابیلو نړیوالو ادارو سره مدیریتي دندې ترسره ‏کړي، د بیلګې په توګه ښاغلي پوپل حبیبي د متحدو ایالتونو ‏د سولې په انسېټیوټ کې د افغانستان د بودېجې د مسوول په ‏توګه، د(‏GIZ‏) له موسسې سره د پلان، څارنې او ارزونې د ‏مسوول په توګه او د (‏IRC‏) له موسسې سره د ارزونې د ‏مسوول په توګه مسلکي او تخنیکې دندې مخته وړې دي.‏

ښاغلي پوپل حبیبي په امریکا، تایلینډ، هالینډ او پاکستان ‏هېوادونو کې د پروژو د مدیریت، رهبرۍ، د ټولنې د ‏پرمختیا او عامه اړیکو په برخه کې په ګڼو روزنیزو ‏پروګرامونو کې برخه اخېستې ده.

------------------
 

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري معین لنډ ژوند لیک
mearaj shams

 

معراج الدین شمس د جمال الدین شمس زوی په ۱۳۵۷ لمریز کال کې زیږیدلی، د لغمان ولایت اصلي اوسیدونکی دی او اوسمهال د کابل ولایت په خیرخانه مینې، ۱۱ ناحیه کې اوسیږي. په ۱۳۶۵ لمریز کال کې په ښوونځي کې شامل شو او په ۱۳۷۶ ام کال کې له نادریې لیسې څخه فارغ شو. د کانکور ازموینې له ورکولو وروسته د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته بریالی شو او په ۱۳۸۴ لمریز کال کې یې له همدې پوهنځي څخه لیسانس واخست.

معراج الدین شمس په ۱۳۸۵ کال کې د ازادې سیالۍ پر بنسټ د ازموینې له ورکولو وروسته د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لارجوړونې ملي پروګرام د مالي مسوول په توګه وګمارل شو او تر ۱۳۸۷ لمریز کال پورې په همدې دنده کې پاتې شو. په ۱۳۸۷ او ۱۳۸۸ کلونو کې د کلیوالي لارجوړونې ملي پروګرام د مالي امر په توګه او له ۱۳۸۸ ام کال څخه د ۱۳۹۷ لمریز کال د لیندې میاشتې تر ۱۷ نیټې یې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د مالي رییس په توګه دنده تر سره کړه.

د خپل خدمت په دوره کې یې ددولت او نړیوال بانک د مالي دفترونو لپاره د مالي قوانیونو په اړه یوه مالي کړنلاره ترتیب کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي مقام له لوري د لومړۍ درجې ستاینلیک په ورکولو سره وستایل شو. ښاغلي شمس د خپلې دندې په اوږدو کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري څلور ستاینلیکه تر لاسه کړي او د مالیې وزارت له لوري هم دوه ځل تقدیر شوی دی.