د داوطلبي خبرتیا

noor_admin
1

د خپریدو نېټه

د پای نېټه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تدارکاتو ریاست، د شرایطو وړ ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي څو د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړ د 100،000 سل زره (A92) ډول پطرول تیل او 120،000 یو سل او شل زره LOS-62 ډوله ډيزل تیل چې MRRD-02/ADD1/MOF/KBL/G/NCB/1403 کوډ نمبر لرونکی دی، د تهیه او تدارکاتو داوطلبي پړاو کې ګډون وکړي.

د شرطنامې یو نقل دې د فلش ډیسک له لارې د 1403 کال د وري میاشتې له 11 نیټې څخه د 1403 کال د غویي میاشتې تر 9 نیټې پورې ترلاسه کړي او خپل آفرونه دې د شرطنامې درج شوي شرایطو سره سم په سربسته توګه د ضرب الاجل له مخې د 1403 کال د غویي میاشتې 9 نیټه د یکشنبې ورځ سهار 10:00 بجې  کابل، شپږمه ناحیه، دارالامان، د نیله باغ سړک، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست، دریم پوړ، د غیر مشورتي اجناسو او خدماتو آمریت ته وسپاري.

د آفر تضمین (300،000)  درې سوه زره افغانۍ د بانکي تضمین په توګه دي.

انترنتي او ناوخت رسیدل شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

 

نورې داوطلبی

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۹:۱۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

د اعلان خپریدو نیټه -  ۲۱ دلو ۱۴۰۴

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست ټولو د شرایط وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۹:۳۰
Background image

خبرتیا

ټاکل شوی چې د هرات ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د ۱۴۰۴/۱۱/١٨ نیټه شنبې ورځ د خپل (۲۴) عراده وسایط د لیلام له لارې وپلوري.

هغه شرکتونه او کسان چې پيرودلو ته يې لیوالتیا لري . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۴
Background image

خبرتیا

ټاکل شوی چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ١٤٠٤/١۱/۱۵ نیټه چهارشنبه ورځ په کندهار ولایت کې د خپل (۱۹) عراده وسایط د لیلام له لارې وپلوري.

هغه شرکتونه او کسان چې لیوالتیا لري . . .

Back to tenders