د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د پکتیا ولایت د احمد آباد ولسوالۍ په وچغړک کلي کې د (۵۰،۵) مترو په اوږدوالي د کوچني ذخیروي بند (چکډیم) د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W-1383 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د D-6051 نمبر جواز لرونکی د مناف ناصري ساختماني، سړک جوړولو او ساختماني موادو تولید شرکت ته په ټولیز ډول ۷،۹۶۲،۷۴۵ ( اوه میلیون نهه سوه دوه شپیته زره اوه سوه پنځه څلویښت افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
