د افغانستان اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر خوست ولایت ته سفر وکړ

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۸:۳۱
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده او ورسره مل پلاوي خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د علماء کرامو ،نظامي او ملکي مجاهدینو سپین ږیرو او مخورو سره د خوست په صبریو ولسوالۍ کې وکتل، د هغوي شته ستونزې او غوښتنې یې له نږدې واوریدې او سیمه یې د نژدې ولیدل.

ښاغلې اخندزاده صاحب ژمنه وکړه چې شته امکاناتو ته په کتو سره به په یادي ولسوالۍ کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو په برخه کې کار کوي.

د لیدنې څخه وروسته یې د خوست ولایت د علماء کرامو په ملتیا د صبریو ولسوالۍ د لوی هدیرې د شهیدانو و روح ته دعا وکړل.

د یاد سفر په جریان کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د خوست د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست څخه هم لیدنه وکړل او د ریاست له کارکوونکو څخه یې غوښتنه وکړه چې ورسپارل شویو مسؤلیتونو ته ژمن پاتې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۸:۴۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۸:۵۱
Background image

د کندهار ولايت په میوند ولسوالۍ کې د ۱۷ کيلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوری د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د ۳۰ ميليونه افغانيو په لګښت  د ۱۷ کيلومتره  سړک د جوړولو چارې د يوه غونډی په ترڅ کې پيل شوي.

په دغه غونډه. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۹:۵
Background image

د هلمند ولایت کجکي ولسوالۍ کې د درېو پروژو عملې چاري پیل شوي

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هلمند ولایت په  کجکي ولسوالۍ کې د (۷۶) ميليونه افغانيو په لګښت د دريو پروژو لکه دابغول کلي د اوبو لګولو د (۸) کیلومتره کانال ، دشیري د (۳۰). . .

BACK TO NEWS