د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست بامیانو ولایت ته سفر وکړ

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۸:۴۶
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د یاد وزارت د تدارکاتو رئیس مولوې فضل الرحمن عاصم او د نظارت او ارزیابۍ رئیس مولوي عبدالغفار اخندزاده په ملتیا سره بامیانو ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه یاد ولایت د مقام د غونډو په تالار کې له والي مولوي عبداللّٰه سرحدي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ملا ضیاءاللّٰه خادم، علماء کرامو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د بامیانو ولایت والي مولوي عبداللّٰه سرحدی محترم وزیر صاحب او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل

چې د بامیانو لرو پرتو او د خدماتو څخه محرومو سیمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د عادلانه پروژو د پلي کیدو څخه ستاینه وکړه کوم چې په تیرو (۲۰) کلونو کې ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

ورپسې د بامیانو ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس 

محترم وزیر صاحب ته د یاد ریاست د لاسته راوړنو په هکله معلومات ورکړل

نوموړي وويل: په تیرو دوو کلونو کې په بامیانو ولایت کې د څه باندي (۲۱۰) کوچنیو او لویو پراختیايي پروژو له جملې څخه چې پکې د سړکونو، د اوبو رسولو شبکې، د کرنیزو اوبو د کانالونو، د پلچکونو او استنادي دیوالونو جوړول او ترمیم شامل دي چې (۱۱۰) پروژې يې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پاتې نورې پروژې د تطبیق په حال کې دي.

په همدې حال کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د بامیانو ولایت د والي او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس د هلو ځلو قدردانی وکړ او ویې ویل: د افغانستان خلک چې (۴۰) کاله يې په جګړو او ویجاړیو کې تیر کړي اوس د هېواد د سوکالۍ او ابادۍ وخت رارسیدلی دی تر څو دا هېواد پرمختګ وکړي.

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې څرګنده کړه چې هڅه کوي ترڅو د بامیانو محرومو او لرې پرتو سیمو کې لا زیاتې پراختیايي پروژې پلې کړي او د خلکو د اوبو د کمښت ستونزې هوارې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د آبادۍ چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن وروسته له غرمې په داسې حال کې چې د سرک جوړونې رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د کلیوالي پراختیا. . .

BACK TO NEWS