د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت سرپرست وزیر د نړیوال خوراکي پروګرام د اجرائیوي رئیس له مرستیال سره وکتل

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۱۶:۸
1

د کلیو دبیارغوني او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب نن  په خپل کاري دفتر کې د نړیوال خوراکي پروګرام د اجرائیوي رئیس له مرستیال ښاغلي کارل سکاو ، په افغانستان کي د خوړو نړیوال سازمان له رئیسې آغلې شا ويلي او مل پلاوي سره وکتل .

د یادي ليدنې په پیل کې په افغانستان کې د نړیوال خوراکي پروګرام د اجرائیوي رئیس مرستیال ښاغلي کارل سکاو د (WFP)  د فعالیتونو او کارې پلانونو په اړه د کلیو د بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیرصاحب ته معلومات ورکړل او خپلې شته ستونزې یي له وزیر صاحب سره شریکې کړې.

ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې د خوړو نړیوال پروګرام هڅي د ستایلو وړ دي. ښاغلي وزیر صاحب همداراز وویل چې د مرستو په ویش کې د پوره شفافیت څخه کار واخلئ او نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې اسلامې امارت د داخلي او خارجي  مؤسساتو او انجوګانو د فعالیت د انسجام چارو د سمون طرزالعمل لري، چې د یاد طرزالعمل له مخې يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

په پای کې د دواړو لوریو ترمنځ پر لا زیاتو همغږیو ټینګار وشو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر معرفي شو

د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پربنسټ الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ټاکل شوی وو، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

BACK TO NEWS