کندهار کي د میانکو بند جوړ او رسماً پرانیستل شو

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۰ - ۲۲:۴۱
کندهار

د کندهار ښار نهمي ناحیې اړوند شمال ته د غرونو په منځ کښي د میانکو بند په بشپړه توګه جوړ او د پنجشنبې په ورځ سهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزیر الحاج ملا محمدیونس اخندزاده له لوري یې رسماً د پټۍ په پرېکولو سره پرانیستل شو. په یادو مراسمو کي د کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا رئیس ملاعبدالجبار حکمت، د کندهار  د والي ځانګړي استازي حاجي قاري عبدالسلام عمري او یوشمېر نورو مسئولینو هم گډون درلود. د یاد بند تر پرانیستني وروسته د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزیر الحاج ملا محمدیونس آخندزاده لومړی په خپلو خبرو کي خوښي وښودله، چي د وزارت تر رهبرۍ لاندي یې د میانکو بند د جوړېدو ټولي چاري ترسره سوې او په خپلو خبرو کي یې وویل، د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره یې ادارې د کندهار ترڅنګ په ټولو ولایتونو کي خورا زیاتي پروژې عملي کړي او هم زیاتي پروژې تر لاس لاندي لري، چي په خبره یې اداره یې د بیارغوني په برخه کي شپه او ورځ هڅه کوي، ترڅو هیوادوالو ته اسانتیاوي رامنځته سي. تر هغه وروسته د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت اړوند او اوبو لګولو چارو سرپرست انجنیر اسدالله عمار د میانکو  د بند په اړه بشپړ معلومات شریک کړل، چي په خبره یې دا بند په یوه کال کي جوړ سو، ۱۹۵ متره اوږدوالی او ۱۰ متره لووړوالی لري، ټولي ورباندي ۱۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چي ۹۰ سلنه د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت له لوري ورکول سوې او لس سلنه بیا د سیمي اوسېدنکو پکښي ونډه اخیستې وه. انجنیر اسدالله عمار وویل، ددې بند په جوړېدو سره به اوس په یاده سیمه کي د سیلابونو مخنیوی وسي، تر مځکه لاندي اوبه به تغذیه سي، کوچیان او مالداران به خپل څاروي پر اوبه کوي او همدارنګه به د سیمي اوسېدونکو ته یوه ښه تفریح ځای برابر شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازي ډاکټر تاج الدین  او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۲۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د (UNDP) دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور نن په خپل کاري دفتر کې د (UNDP) دفتر له رئیس سټیفن روډریکس او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د (UNDP. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۱۱:۴۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د آغاخان دفتر له رئيس او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د آغاخان دفتر له رئیس ډاکټر نجم الدین نجم او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل. . .

BACK TO NEWS